انصار: ( د لیندۍ ۲۴ مه) ایلان ماسک، چې شتمني یې د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تیرې میاشتې له بري وروسته په بېساري ډول زیاته شوې ده، د نړۍ لومړنی کس شو چې شتمني یې له ۴۰۰ میلیاردو ډالرو څخه واوښته.
تراوسه په تاریخ کې د هیچا شتمني دومره حد ته نه ده رسیدلې.
د ده په شتمنۍ کې د وروستي زیاتوالي اصلي دلیل د سپیسایکس خصوصي شرکت د کورنیو ونډو پلور و، چې د مسک شتمني یې شاوخوا ۵۰ میلیارده ډالره لوړه کړه. د ټیسلا ونډې هم د چهارشنبې په ورځ تر ټولو لوړ قیمت ته ورسېدې، چې د مسک شتمني یې ۴۴۷ میلیارده ډالرو ته ورسوله.
په یوه ورځ کې د ماسک شتمنۍ ۶۲.۸ میلیارده ډالره زیاته شوې، چې دا د تاریخ تر ټولو لویه ورځنۍ اضافه ګڼل کېږي.
په همدې وخت کې، د نړۍ د ۵۰۰ شتمنو کسانو ټولې شتمنۍ په لومړي ځل له ۱۰ تریلیونو ډالرو څخه واوښتې، چې دا شمېر د جرمني، جاپان، او اسټرالیا د تېر کال له ګډ ناخالص داخلي تولید سره برابر دی.
د ماسک شتمني یوازې د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۲۱۸ میلیارده ډالره زیاته شوې ده، چې د میلیاردرو په ډله کې تر ټولو زیات ګڼل کېږي.
د ټیسلا ونډې، چې د ماسک د شتمنۍ لویه برخه جوړوي، سږ کال ۷۱٪ زیاتې شوې دي، او د چهارشنبې په ورځ یې ارزښت ۴۲۴.۷۷ ډالرو ته وخوت. دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ټیسلا د ونډو تر ټولو لوړه کچه ده.
تمه کېږي چې ډونالډ ټرمپ به د بېچلوونکي موټرو د فعالیت د اسانولو او د مالیاتي کریډیټونو په لرې کولو سره د ټیسلا لپاره د برښنایي موټرو ملاتړ وکړي. همداراز به، ایلان ماسک د نوي حکومت په کابینه کې د یوه وزارت د کلیدي ريیس په توګه کار پیل کړي، چې دا نوی جوړ شوی وزارت د حکومت له چوکاټه بهر فعالیت کوي، خو ماسک ته به د واشنګټن پر پریکړو د مستقیم نفوذ او له سپینې ماڼۍ سره د نژدې اړیکو فرصت ورکړي.
د چهارشنبې په ورځ، د سپیسایکس فضایي شرکت او د دهغه پانګوالو موافقه وکړه چې د خپلو کارکوونکو د ۱.۲۵ میلیارد ډالرو ونډې واخلي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34821